د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او د فوټسال ملي لوبډله به نن (چهارشنبه، وږي ۲۸مه) د خپلو سیالانو پر وړاندې د بري په تکل ډګر ته ښکته شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن له سوېلي افریقا سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړی لوبه پیل کړي. دغه لوبې د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کیږي.
همدارنګه به د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ۲۰۲۴م کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې په دویمه لوبه کې له ارجنټاین سره مخ شي. د دغو لوبو کوربتوب تاشکند کوي. افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ۶ د ۴ پر وړاندې ماتې ورکړې وه.
فوټسال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په نړیوالو سیالیو کې لوبیږي او همدارنګه افغان کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره له سوېلي افریقا سره سیالیو چانس موندلی. یاده دې شي، چې تر دمګړۍ افغان لوبډلې له سوېلي افریقا کومه لوبه نه ده ګټلې.