ډېر لوستل شوي

د پوهنې وزارت د څېړنو نوی رييس وګومارل شو

پوهنې وزارت، مولوي سيد حفيظ‌الله اغا د دې وزارت د څېړنو د نوي رييس په توګه ټاکلی دی.

دې وزارت نن (چهارشنبه، وږي۲۸مه) په خپل اېکس ويلي، چې د پوهنې وزارت د کیفيت تضمين برخې مرستيال مولوي عبدالخالق صادق د ښاغلي حفيظ‌الله اغا د پېژندنې په مهال کارکوونکو ته د خبرو پرمهال، په کاري نظم او ډسپلين باندې ټينګار کړی دی. د ياد وزارت د څېړنو نوي ريیس مولوي سید حفیظ‌‌الله اغا هم د پوهنې وزارت د مشرتابه له باور څخه د مننې په ترڅ کې ژمنه کړې، چې له مسلکي پوهې او کاري تجربې څخه په استفادې به خپلو ورځنیو چارو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

اړوند خبرونه