د ملي پراختيا شرکت د پکتيکا ولايت د “پلتوني بند” د رغنيرو چارو د عملي پيل خبر ورکړی دی.
د ياد بند پرانيسته د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ملتیا کړې وه، چې د ملي پراختيا شرکت یې نن (چهارشنبه، وږي۲۸مه) د عملي چارو د پيل خبر ورکړی دی.
د پکتیکا ولایت د “پلتوني بند” د شاوخوا ۲۵میلیونه مترمکعب اوبو زېرمه او ۲۵۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو ترڅنګ د ۹۳۵ کیلوواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري. د دې بند په بشپړېدو سره به د پکتیکا ولایت مرکز شرنې سربېره د نږدې سیمو تر ځمکې لاندې اوبیزې زېرمي پیاوړې، کرنیزې ځمکې پراخې، سېلابونه به قابو او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي.