د فلسطین پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د صهیونست ځواکونو په ړندو بمباریو کې تر دې دمه ۱۱ زره او یو زدهکوونکي شهیدان او ۱۷ زره او ۷۷۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د یاد وزارت د اټکل له مخې، په غزه تړانګه کې ۱۰ زره او ۸۸۸ زدهکوونکي شهیدان او ۱۷ زره او ۲۲۴ نور ټپیان شوي، حال دا چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۱۳ زدهکوونکي شهیدان، ۵۴۸ ټپيان او ۴۲۹ نور زنداني شوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۱ زره او ۲۵۲ فلسطینیان شهیدان او ۹۵ زره او ۴۹۷ نور ټپیان شوي دي. صهیونست اشغالګر خپله ماتې د ملکیانو، زده کوونکو، مرستهرسونکو او نورو انسانانو په وژنه کې پټوي.