ډېر لوستل شوي

هلمند کې ۴۰ ښوونځي جوړ او بیارغول کېږي

د هلمند د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې دې ولایت کې یې د ۴۰ ښوونځیو د جوړونې او بیارغونې چارې پیل کړي دي.

د یادو ۴۰ ښوونځیو پر ودانیو ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې یونیسف یې لګښت پر غاړه اخیستی.

ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د دې ښوونځیو په جوړېدو خوښي ښودلې او د ورته نورو ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه یې هم کړې ده.

یاده دې شي، چې اسلامي امارت د هېواد ګوټ ـ ګوټ کې د پوهې عامولو ته ژمن دی.

اړوند خبرونه