ډېر لوستل شوي

د نړیوالو نشت همکاري او د اسلامي امارت پرېکنده هوډ؛ د نشه‌یي توکو ټغر په ټولېدو دی

له بیا-بیا ژمنو سربېره لا هم نړیوالو د نشه‌یي توکو برخه کې د اسلامي امارت هېڅ لاسنیوی نه دی کړی؛ خو اسلامي امارت په پرېکنده هوډ د نشه‌یي توکو کښتونه قابو، له منځه وړي او د قاچاق، پېر او پلور مخه یې په بشپړه توګه نیولې ده.
تازه د ارزګان د امنیه قومندانۍ ویاند بلال ارزګاني امید راډیو ته ویلي، چې دې ولایت کې د ومانو یوه کارخونه کشف او پکې د ومانو ۴۵۰۰ میده اوړه له منځه تللي.
ویاند زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو دوه موټرسایکلونه، د ومانو یوه ژرنده، یو ماشین، درې بېرله تېل،۵۰ بوتل تېزاب او يوه ګانټه هم نیولې.

ارزګانی زیاتوي: د اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان له مخې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د نشه‌یي توکو کرکيله او کاروبار وکړي.

په یوه بل خبر کې د نشه یي توکو پر وړاندي د پنجشېر امنیه قوماندانۍ د مبارزې مدیریت د کشفي راپورونو په بنسټ د نشه‌یي توکو ۱۳ کاروونکي او پلورونکي نیولي. همدارنګه د دې ولایت په خنج ولسوالۍ کې د چرسو ۱۵ جریبه پټي هم اړول شوي.
یاده دې شي، ومان غرني بوټي دي، چې په دې وروستیو کې یې خلک په خپلو پټیو کې هم کري. دا بوټي له نشه‌یي توکو سره کاریږي، چې اسلامي امارت یې کرکیله منع کړې.

اړوند خبرونه