ډېر لوستل شوي

افغان لوبغاړي غواړي، سویلې افریقا تش لاس کور ته ستنه کړي

افغان کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په یوه ورځنیو لوبو کې له سویلې افریقا لوبلړۍ وګټله.

افغان لوبډلې په خورا ښې توپوهنې او توپ اچوونې وکولی شول، چې سویلي افریقا بیاځلې ماته کړي او د روانې لوبلړۍ دوه پر صفر پر خپل نوم کړي.

یاده لوبه پرون(جمعه، وږي ۳۰مه) د کابل پر وخت څلور نیمې بجې د دوبۍ په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شوه. د لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګاټه او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د رحمان الله ګربز د سلیزې، رحمت شاه او عظمت الله عمرزي نیمه سلیزو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۳۱۲ منډو هدف کېښود.

په ځوابي لوبه کې د سویلي افریقا لوبډله ونه توانېده یاد هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله یې په ۱۳۴ منډو وسوځېده. په توپ اچونه کې راشد خان او ننګیال خروټی تر نورو ښه وځلېدل او په د سیالې لوبډلې ۵ او ۴ لوبغاړي یې بهر کړل. د یادونې وړ ده، چې که افغان لوبغاړي راتلونکي لوبه هم په خپل نوم کړي؛ نو سویلي افریقا به کلین سویپ کور ته ستنه کړي.

اړوند خبرونه