د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د حکومت د رسنیو مرکز کې د خپلو تېرو یو کلنو لاسته راوړنو د توضېح پر مهال ویلي، چې کانونو برخه کې زرګونو ځوانانو ته کارموندنه شوي او تمه ده، راتلونکې کې لا ډېر ځوانان پر کار وګومارل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، وزارت دا مهال د شاوخوا ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د وړو کانونو ۱۶۷ تړونونه لري، چې سیده او ناسیده توګه یې زرګونو کسانو ته د کار روزګار زمینه برابره کړې. افغان وړاندې ویلي، کورنیو پانګوالو سره د ۸۰ کوچنیو کانونو هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او ۱۰ نور هوکړه لیکونه لغوه شوي.
له کورنیو پانګوالو سره د ۸۰ کوچنیو کانونو قراردادونه لاسلیک شوي او د ۱۰ کوچنیو کانونو قراردادونه هم لغوه شوي دي. په ۲۸ ولایتونو کې د ۶۴۷ کاني ساحو سروې کیږي، چې جیولوژیکي نقشې به یې ډیجیټل شي.