د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح په لړ کې نن(شنبه، وږي ۳۱مه) د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د تېر کال د لاسته راوړنو په تړاو مالومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي همایون افغان ددغه کنفرانس په ترڅ کې وویل: کانونه د افغانستان د ملت شتمني ده، د افغانستان اسلامي امارت د دې شتمنۍ د ساتلو او کېندنې برخه کې له پوره پاملرنې کار اخلي. د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د کانونو سکټور کې روڼوالی را منځته کړي او عواید یې د اقتصادي پرمختګ او خلکو ته د هوساینې په موخه د بنسټیزو او ملي پروژو پر پلي کولو ولګوي. د هېواد په کچه د نویو کانونو د پېژندنې په موخه د دې وزارت سروې ټیمونو په (۲۸) ولایتونو کې د بېلابېلو منرالونو (۶۴۷) کاني ظواهر او کاني ساحې سروې کړي چې د یادو سروې څېړنو څخه په استفادې جیولوژیکي مالومات چمتو شوي؛ ترڅو یادې ساحې داوطلبۍ ته وسپارل شي.
ښاغلي افغان زیاته کړې: د کاپیسا، کابل، غزنی، ننګرهار، کونړ، بادغیس، خوست، لوګر، کندهار، پکتیا، ارزګان، هلمند، تخار، بامیان، هرات، او پکتیکا ولایتونو کې د سرپنټین، کرومایټ، تالک، سره زر، فلورایټ، ګچ، نفرایټ، مرمر، مالګه، سرب، جست، کلسیت، رخام، ټراورټین او فیروزې قراردادونه د آزادې داوطلبۍ له لارې یوازې کورنیو پانګوالو ته د نافذه اصولو سره سم ورکړل شوي. همداشان اوسمهال له ۸ څخه تر ۱۰ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۶۷ کوچنیو کانونو تړونونه لاسلیک شوي. د کاني توکو د پروسس ۵۲ شرکتونو ته د پروسس اجازهلیکونه ورکړل شوي او همدارنګه ورته اړینې اسانتیاوې برابرې شوي دي. په دغو کاني توکو کې کرومایټ، تالک، ګچ، مرمر، خاورېن جغل، شګه او جغل او نور منرالونه شامل دي.
نوموړي وویل: په پنجشېر ولایت کې د زمردو د قانوني اېستلو د ۱۷۰۰ سیمو ۵۷۵ اجازه لیکونه او درې د یاقوتو اجازه لیکونه وېشل شوي دي. همداشان د ازادې داوطلبۍ له لارې په رڼه بڼه تر ۲۵ ځلې داوطلبۍ وروسته ۷۸۰۰۰ قیراطه زمرد د ۵.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پر کورنیو او بهرنیو پانګوالوپلورل شوي. همداشان د زروینځلو فعالیتونو د شته کړنلارې له مخې په بدخشان، کندز، تخار او کنړ ولایتونو کې (۵۵۹) د زروینځنې ساحې سروې، سکېچ او حرفوي اجازه نامې یې صادری شوي، چې عوایدو کې هم ورسره زیاتوالی راغلی.
د ښاغلي افغان په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت په تېر کال کې د لوی مقیاس کانونو ۱۳ تړونونه لاسلیک کړي دي، دې سره هممهاله د غور ولایت د سرب او جستو پروژې څلورم بلاک، د غور ولایت تولک ولسوالۍ د کشک امین او کُلور ساحو ډبرو سکرو، د بدخشان ولایت د لاجوردو، د پنجشېر ولایت د نقره خانې وسپنې، د بدخشان ولایت د ویکادور سرو زرو، د بدخشان ولایت د چهل کان ښار سرو زرو، د کندهار ولایت پولي میتال، د لوگر ولایت التمور سمنټو، د غزنی ولایت د مالستان ولسوالۍ گاومست سیمې سربو، د جوزجان ولایت یتیم تاق سمنټو، د کندز ولایت قلعه ذال ولسوالۍ د سرو زرو او د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ سه کوه سیمې د پولي میتال پروژې تر کار لاندې دي. اوسمهال د قشقري، انګوټ او آق دریا سیمو کې د نفتو (۲۱) فعالو څاه ګانو څخه د استخراج چارې روانې دي چې (۱۴) څاه ګانې په قشقري، (۴) څاه ګانې په انګوټ او (۳) څاه ګانې په آق دریا سیمو کې موقعیت لري. اوسمهال له نوموړې ساحې څخه په ورځني ډول شاوخوا (۱۳۰۰) ټنه خام نفت استخراجیږي او د خامو نفتو پروسس هم په کوردننه ترسره کیږي.
نوموړي زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت او چینایي کمپنۍ ( اېم.سي.سي-اېم.جې.اې.اېم.) تر منځ د نوموړي پروژې د عملیاتی فعالیتونو د چټکتیا په موخه بېلابېلې حضوري او پرلیکه ناستې تر سره شوي دي. د لرغونو آثارو د ساتنی په نظر کې نیولو سره د ګډې ځکمې لاندې کان کیندنې (مرکزي او لوېدیځ مس عینک) جامع طرحه د د اقتصادی کمېسیون لخوا منظوره شوې، چې د عملي کار د پلي کولو لپاره چینایي شرکت ته هم مشخص وخت ورکړل شوی. همداشان د دویم مس عینک کان قرارداد چې له تویار شرکت سره لاسلیک شوی، د کان اکتشافي چارې د پلان له مخې په محمدآغې او موسهي ولسوالیو کې روانې دي. همدارنګه د ټاپي پروژې د اول فاز چارې د تورغونډۍ څخه د هرات د ګذره تر ولسوالۍ پورې چې ۱۵۳ کیلو متره کېږي، د ترکمنستان په مالي لګښت پیل شوي. همایون افغان زیاته کړې، چې تېرکال د کانونو او پټرولیم وزارت ټولټال (۱۰۴۷۹۹۲۹۵۶۸.۶۸) افغانۍ عواید راتول کړي. د یادونی وړ ده چې د ۱۴۰۳ په لومړیو پینځو میاشتو کې هم ۴۴۰۹۵۲۰۹۶۲۴ عواید راټول شوي