د کندهار ځایي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې پر لسګونو ماللرونکو کورنیو درمل او د څارویو ځانګړي خوراکي توکي وېشل شوي دي.
یاد درمل او خواړه د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او په افغانستان کې د هالنډ کمیټې په مالې همکارۍ وېشل شوي دي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې تر دمګړۍ یې ۲۵۰ کورنیو ته یاد درمل او خوراکي توکې ورکړي دي.