ډېر لوستل شوي

افغان لوبغاړي نن د درېیمې ګټې په تکل د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

افغان کرکټ ملي لوبغاړي به نن(یکشنبه، تلې لومړۍ) د کابل پر وخت څلور نیمې بجې له سویلې افریقا سره د وروستۍ لوبې بخت وازمایي.

د کرکټ شنونکي او مینه‌وال هیله ښیي، چې دا ځل لوبلړۍ کې شاملو نه‌لوبېدونکو لوبغاړو ته موقع ورکړل شي. دا ددې لوبلړۍ وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ده، چې د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي. افغان لوبډلې تر دې وړاندې لومړۍ دوې لوبې په خپل نوم کړي. افغان کرکټ ملي لوبډله که نننۍ بریا خپله کړي، نو سیاله لوبډله به تش لاس کور ته ستنه کړي.

اړوند خبرونه