د امریکا متحده ایالاتو په برمنګم ښار کې ۴ کسه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
ویل کیږي، چې یو وسلهوال کس تېره شپه شاوخوا یوولس بجې، د برمنګم ښار مګنولیا واټ کې پر هغو خلکو ډزې کړي، چې د قیلون مخې ته په تمه ولاړ وو.
چارواکي وایي د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو اټکل کېږي، چې دې برید کې څو تنه ښکېل وي. د یادونې وړ ده، د روان زېږدیز کال له پیله امریکا کې ۳۸۵ وسلهوال بریدونه ترسره شوي، چې شاوخوا ۲زره تنه پکې مړه او ټپیان شوي.