ډېر لوستل شوي

د غنمو د حاصلاتو لوړه کچه؛ غنمو له اړخه هېواد ځانبسیاینې ته نږدې شوی

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپل اېکس په یوې خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې د تېر په پرتله سږکال د غنمو ۱۳ سلنه حاصلات زیات شوي دي.

اقتصادي معاونیت سږکال د غنمو د حاصلاتو کچه ۴.۹ میلیونه مټریک ټنه ښودلې ده.

وړاندې ویل شوي، سږ کال په ټول هېواد کې په ۲.۱۴ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۶ سلنه کرنیزه ځمکه پراخه شوې.

اقتصادي معاونیت ویلي، چې بهر ته د غنمو د قاچاق مخنیوی، د اوبو بندونه جوړول، پر بزګرانو د کیمیاوي سرو وېشل، کور دننه د سېلوګانو فعالول او نورو هڅو د غنمو یاده کچه لوړه کړې. د یادونې وړ ده، چې غنم د افغانانو د خوراک بنسټيزه برخه جوړوي، چې لا هم هر کال یوه اندازه غنم له ګاونډیو او نورو هېوادونو هېواد ته واردېږي.

اړوند خبرونه