راپورونه ښیي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به نن امریکا ته په یوه سفر ولاړ شي.
نوموړي هیله ښودلې، له پخواني ولسمشر او د امریکا راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو له نوماند ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري.
رویټرز لیکلي چې زیلسنکي به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د عمومي اسمبلۍ په ناستو کې هم ګډون وکړي.
امریکا ته د زیلنسکي له سفر سره سم د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د اوکراین د انرژۍ بېخبناوې یې په نښه کړي دي.
یاده دې شي، چې نوماند ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ویلي، که دی ولسمشر شي؛ نو د اوکراین ـ روسیې جګړې ته به د پای ټکی کېږدي.