د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن(یکشنبه، تلې لومړۍ) د افغانستان لپاره د چین له سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره په خپل کاري دفتر کې کتلي او د چاپیریال ساتنې پر یو لړ موضوعاتو یې بحث کړی دی.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین هېواد له مرستو مننه کړې ده.
د دې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې وویل: ((د چاپېریال ساتنې ملي اداره دا مهال د ۱۶چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري چې له بده مرغه په نړۍوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې ورته د ګډون بلنه نه ورکول کيږي، په نړۍواله کچه د چین هېواد اغېزمنتیا ته په کتو باید په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې د مسوولینو د سفر زمینه مساعده شي؛ ترڅو وکولی شي د افغانانو ستونزې تر نړیوالو ورسیږي.))
ښاغلي خالص وړاندې زیاته کړه، د افغانستان ولسونه له اقلیمي ستونزو کړیږي، خو نړیوالو دې موضوع ته سیاسي رنګ ورکړی.
ښاغلي خالص د چین له سفیر څخه په تخنیکي برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د تجهیز، په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د خبرداري او اور وژنې سیسټمونو فعالولو او پاکې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ افغانستان او چین دوه ملګري هېوادونه یاد کړل او په وینا یې دواړه هېوادونه د اوږدې ملګرتیا مخینه لري.
شینګ زیاته کړه: چین په نړۍواله کچه لومړنی هېواد دی چې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي.
ښاغلي ژاو شینګ وویل: د امریکا لخوا د شل کلن اشغال پر مهال د افغانستان چاپېریال ډېر زیان لیدلی، چې باید تاوان یې جبران کړي.