د راپورونو له مخې، د سريلانکا ولسمشرۍ ټاکنې انورا کمارا دیسانایاکې ګټلې.
نوموړي د خپلې بریا له تأیید وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ باور لرو چې دا هېواد بدلولای شو، څو یو باثباته حکومت جوړ کړو او پر مخ لاړ شو. زما لپاره، دا یوازې یو موقف نه، بلکې یو مسووليت دی.»
د سريلانکا د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چې په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو له ۱۷ میلیونو څخه شاوخوا ۷۵ سلنې یې برخه اخیستې وه.
دا په یاد هېواد کې د ۲۰۲۲ کال له اقتصادي سقوط وروسته لومړنۍ ټاکنې وې. ويل کېږي چې له فساد سره د مبارزې او د هېواد د کمزوري اقتصاد د ښه کولو په اړه د دیسانایاکې ژمنو له ده سره د ټاکنو په ګټلو کې مرسته کړې ده.