د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولينو ويلي، چې له هلمندي کروندګرو څخه به ۵زره او ۵۱۰ ټنه غنم وپېري.
دغه څرګندونې د ياد وزارت د مالي او اداري چارو معين ملا اغاجان اخند، هلمند ولايت ته د خپل سفر پر مهال له ځايي مسوولينو سره په کتنه کې کړې دي. دا په داسې مهال ده، چې په تېر کال کې پر ۲ میلیونه او ۲۳ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې په حاصلاتو کې یې د وړم کال په پرتله ۱۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.