د صهونيست اسراييل پوځ وياند دانئل هاګاري د لبنان ملکي وګړو ته د سيمو پرېښودو خبرداری ورکړی.
هاګاري ويلي، د لبنان هغه اوسېدونکي چې د حزبالله ډلې د پوځې مرکزونو ته نږدې اوسېږي، خپلې سيمې پرېږدي.
د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې د صهونيستي پوځ جنګي الوتکو نن (دوشنبه، تلې۲مه) په ځايي وخت نږدې شپږ نیمې بجې د دې هېواد په ختیځ او سوېلي سیمو کې لسګونه بریدونه کړي دي.
د دې رژيم چارواکو ويلي، دوی غواړي د پولې پورې غاړه د حزب الله د توغندیزو بریدونو مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده، چې حزب الله ډلې د تېرې اونۍ په وروستیو کې په اسراييل کې دننه بریدونه وکړل، چې ان حیفا سیمه هم ترې خوندي پاتې نه شوه.