د دې ولایت ځايي مسوولين وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کي له ۱۰۶ کورنیو سره د څارویو د ناروغیو درملو او صحي خوراکي توکو مرسته شوې.
د کندهار د کرني، ابو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند مطیع الله سعيدي وايي، یاده مرسته د هالنډ کمېټې په مالي همکاري شوې، چي هرې کورنۍ ته پر ۱۱۰ کیلوګرامه جوارو سربېره د حیواني چنجیو ضد درمل هم وېشل شوي دي. د يادولو ده، چې د هالنډ کمېټې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر نورو ولایتونو کې د څارويو درلودونکو کورنيو سره مرستې کړې دي.