په ازبيکستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې دغه هېواد کې افغان سفير عبدالغفار “بحر” خپلې چارې رسماً پيل کړې.
دې سفارت په خپل اېکس لیکلي، چې ښاغلی”بحر” د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه وپېژندل شو.
په اېکس کې وړاندې راغلي، چې د ښاغلي “بحر” د پيژندنې په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال، افغان سوداګرو، یو شمېر ډيپلوماټانو او د سفارت کارکوونکو هم ګډون کړی وو. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې چین او متحده عربي اماراتو هم د اسلامي امارت سفیران په رسمي ډول منلي دي.