ډېر لوستل شوي

جلال اباد کې درې ورځنی نړیوال نندارتون پیل شو

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رياست په دې ولايت کې د لومړني درې ورځني نړيوال نندارتون د پيلېدو خبر ورکړی دی.

مسوولين وايي، چې د ياد نندارتون په پرانيست‌غونډه کې د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري، له کابل څخه ورغلي پلاوي، د ملګرو ملتونو د کار نړيوالې ادارې استازو او ګڼ شمېر پانګوالو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو د جوړولو رييس مولوي محمد قابل “عابد” پانګوالو ته د اسانتياوو د برابرولو ډاډ ورکړی. د يادولو ده، چې په دې نندارتون کې ۱۳۲ غرفې اېښودل شوې، چې ۱۰۲ یې د ننګرهار او ۳۲ نورې یې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو دي.

اړوند خبرونه