لبنان کې د صهیونستانو په بریدونو کې تر ۵۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لا هم د صهیونست پوځیانو بریدونه نه دي درېدلي.
یاد بریدونه ګڼو هېوادونو غندلي او د یوه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا یې تېری بللی دی.
بل پلو، فرانسې د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې. هاخوا د متحده عربي اماراتو “فلای دوبی” شرکت هم بیروت ته خپلي الوتنې ځنډولي دي. دغه شرکت وایي، چې لبنان کې یې د صهیونستانو د پراخو بریدونو له امله خپلې الوتنې درولي.