د ارزګان ځايي مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترچتر لاندې د«اې.ډي.آی» مؤسسې په مالي ملاتړ د چرګانو د ۲۴زره کیلوګرامه دانو مرسته شوې.
د ياد رياست وياند مولوي عبدالمنان فاروقي اميد راډيو ته ويلي، چې د دې مرستو په لړ کې د چرګانو هر فارم لرونکي ته د چرګانو ۳۰۰ کیلو ګرامه دانه وېشل شوې. د نوموړي په وينا، د شوي مرستې موخه په دې ولايت کې د چرګانو د روزنې برخې ته وده ورکول دي.