ډېر لوستل شوي

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله له حکم سره سم نوې ګومارنې شوې

د افغانستان د اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ‌الحديث و القران هبت‌الله اخندزاده حفظه‌الله له حکم سره سم نوې ګومارنې شوې.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد نن (چهارشنبه، تلې۴مه) د يو رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ګومارنو خبر ورکړی.

 د خبرپاڼې له مخې، د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ پخوانی مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت، د عامي روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستيال په توګه، د عامي روغتیا وزارت مخکنی مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ د مرستيال په توګه، او د کندز ولایت مخکنی والي ملا نثاراحمد نصرت، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت د کلیو د ابادۍ د مرستيال په توګه ګومارل شوی دی.

همدا راز د ۲۰۵ البدر قول اردو پخوانی قومندان ملا محمد خان دعوت، د کندز ولایت د والي په توګه، د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ مخکنی ولسوال مولوي حیات الله مبارک، د غور ولایت د والي په توګه، د غور ولایت مخکنی والي ملا احمد شاه دیندوست، د ۲۰۵ البدر قول اردو د قومندان په توګه، او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو پخوانی رييس مولوي عبدالولي اتقاني، د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه پيژندل شوي دي.

 په دې خبر پاڼه کې، د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان ملا عبدالسلام حسیني، د کاپیسا ولایت د امنیه قومندان په توګه، د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ مخکنی د امنیت آمر حاجي نور آقا حیدر، د غور ولایت د امنیه قومندان او د جوزجان ولایت مخکنی امنیه قومندان قاري حفیظ الله پهلوان، د باغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر په توګه ټاکل شوي دي.

بل‌پلو د ننګرهار ولایت د پوهنې پخوانی رييس مولوي عزیزالله مصطفی، د همدې ولایت د والي د مرستیال په توګه، د کاپیسا ولایت مخکنی امنیه قومندان حاجي محمد عثمان، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو د رييس په توګه، د بهرنیو چارو وزارت مخکنی مالي او اداري مرستيال مولوي رحمت الحق فضیل، د مرکزي دارالافتاء د غړي په توګه ګومارل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري تر دې وړاندې هم د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مشرانو په دندو کې ادلون بدلون راغلی وو.

اړوند خبرونه