د غور ځایي مسوولینو دې ولایت کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو کوچنیو بندونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د غور سیندیزې فرعي حوزې رییس ملا رحمت الله امانې زیاته کړې، چې دا بندونه د یاد ولایت په تولک، پساپند او چهارسدې ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ جوړ شوي. ویل کیږي، چې د دې بندونو د جوړونې پر مهال لسګونو تنو ته کارموندنه هم شوې ده. د غور اوسېدونکي د دې بندونو له چارو خوښ دي او د ورته رغنیزو پروژو د زیاتولو غوښتنه کوي.