ډېر لوستل شوي

سیمه کې د جګړې لمبې د نورو هېوادونو تر لمنو رسېدی شي

صهیونستانو لبنان کې پراخ بریدونه کړي، چې تر دمګړۍ یې د نږدې شپږ سوه تنو ژوند اخیستی او یاد بریدونه لا هم نه دي درېدلي.
دا بریدونه د افغانستان اسلامي امارت، چین، ترکیې، فرانسې او ځینو نورو هېوادونو له خوا غندل شوي او دا یې د یوه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی دی. یادو هېوادونو د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې هم د تازه کړکېچ په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
د دې بریدونو لمنه وروسته له هغې پراخه شوه، چې لبنان کې د حزب الله پر ډلې د پېجرونو چاودنو کې اسراییلو خپل لاس لرل ومنل. د سایبري بریدونو په لړ کې صهیونستانو د لبنان ملي راډیو هم هک کړې او په خپرو شویو خبرداریو کې ترې د نوې جګړې خبر ورکړل شوی.
د لبنان د روغتیا وزارت تازه ویلي، چې دې بریدونو کې شاوخوا شپږ سوه تنه مړه او تر یو نیم زرو ډېر کسان ژوبل شوي دي.
بل پلو، اسرایيلي رژیم ادعا کړې، چې لبنان کې یې د حزب الله ډلې په ۱۳۰۰ مرکزونو هوايي بریدونه کړي او د دې ډلې ۵۰ سلنه ځواک یې له منځه وړی دی. حزب الله وایي، چې د صهیونستانو یوه جنګي الوتکه یې راغورځولې ده.
سیاسي شنونکي انګیري، چې اسراییل سیمه کې د امریکا او نورو متحدو هېوادونو د لاس آله ده او د دوی په وړاندیز جګړه مخته وړي.
بل خوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، که کړکېچ نشي اسرائيل به په اوږدمهاله جګړه کې ښکيل شي.
هغه خبرداری ورکړی، که د فلسطین قضیه همداسې پاتې شي، ښایي ټوله اسلامي نړۍ په جګړه کې ښکېله شي، چې یاد کړکېچ به لاپسې پېچلی کړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: ((نړیواله ټولنه باید عاجل مسؤولانه گامونه پورته کړي، ترڅو په لبنان او فلسطين او په ځانگړې توګه غزه کې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو مخه ونيسي او د ملکي وګړو خونديتوب په کې تضمين شي.))

اړوند خبرونه