د فراه ولایتي مسوولینو ویلي، چې دې ولایت کې د ۵۶ ټولګټو پروژو چارې پیل شوي دي.
د فراه د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلي، د دې پروژو کارونه د ۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت په تېرو ۶ میاشتو کې پیل شوي دي.
د فراه د اقتصاد رییس مولوي جمال الدین جلالي ویلي، چې دې پروژو کې ۱۱ زره ۱۰۰ کسانو ته کارموندنه هم شوې ده.
یاده دې شي، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ټول هېواد کې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي