ډېر لوستل شوي

د تاجیکستان ولسمشر له خپل ايراني سيال سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

په تاجکستان کې د ايران سفارت وايي، چې مسعود پزشکیان د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

دوی دواړو د افغانستان په تړاو د ستونزو د حل په برخه کې پر ګډو همکاريو ټينګار کړی. د ايران سفارت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې په ياده کتنه کې مسعود پزشکیان او امام علي رحمان د افغانستان موضوع د تهران او دوشنبې ګډه مسله بللې او د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې یې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه