د اسلامي امارت د وياند مرستيال ملا حمدالله فطرت وايي، چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي او له هېچا سره توپيري چلند نه کېږي. نوموړي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د ځینو هېوادونو او اړخونو له لورې پر اسلامي امارت د بشري حقونو د سرغړونې او جنسیتي توپير تورونه، بې ځایه بللي دي.