ډېر لوستل شوي

په اوسني عصر کې د بريا يوازينۍ لار ديني او عصري زده‌کړي دي

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب‌الله اغا ويلي، چې په اوسني عصر کې د بريا يوازينۍ لار ديني او عصري زده‌‌کړې دي.

د ياد وزارت سرپرست دغه څرګندونې د کونړ په څوکۍ، نورګل او نرنګ ولسواليو کې له زده‌کوونکو او ښوونکو سره په ليدنه کې کړې دي.

دې وزارت نن (پنج‌شنبه، تلې۵مه) په خپل رسمي اېکس ليکلي، چې د يادو ولسواليو د  ښوونیزو بنسټونو، مسوولينو او استادانو د پوهنې وزارت د سرپرست سفر نېک ګام بللی. د يادولو ده، چې مولوي حبيب‌الله اغا کونړ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زده‌کړو په اهميت ټينګار کړی او ممتازو زده‌کوونکو ته يې نغدي ډالۍ هم ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د پوهنې وزارت سرپرست يو شمېر نورو ولايتونو ته د ښونيزو بنسټونو څخه د ليدنې په موخه سفرونه کړي دي.

اړوند خبرونه