ډېر لوستل شوي

د بهرنیانو پر ځای دا ځل یوه افغان زیانمنو هېوادوالو ته مرستې راستولي

له افغان زیانمنو او له طبیعي پېښو زیانګالو سره دا ځل د بهرنیو هېوادونو پر ځای یوه افغان بهرمېشتي د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کیږي، چې وګړي یې له طبیعي آفتونو رنځیږي او یا هم وخت ناوخت د طبیعي پېښو قرباني کیږي. که څه هم د اسلامي امارت مشران تل ټینګار کوي، چې بهرني هېوادونه باید د بشري مرستو ترڅنګ انکشافي او نورې مرستې پراخې کړي؛ تر څو افغان ځوانان یې په مټ په خپله د ګټې وټې څښتنان شي.
د یادو مرستو په دوام، روسیه کې د “افغان بزنس سنټر” رییس په افغانستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې له لارې افغانانو سره د څه باندې ۳۵ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې، چې د همدې ادارې په وسیله به اړمنو کسانو ته ورکړل شي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د دغه مرستو په اړه وویل، چې دا مرستې په روسیه کې د افغان سوداګریز مرکز مشر نادرشاه له خوا شوي.
په دغو مرستو کې ۲۵ ټنه(۵۰۰ بورۍ) اوړه، ۷ نیم ټنه(۳۰۰ بورۍ) وریژې او ۳ ټنه(۶۰۰ بوتله) غوړي شامل دي، چې په ټوله کې ۳۵ نیم ټنه مرسته کیږي.
ښاغلي ترابي د دې مرستو د ترلاسه کولو پرمهال وویل، چې تر دې وړاندې ای.او.اېم. موسسې هم د هوا تر سړېدو وړاندې ټولو ولایتونو کې د ۳۵ لکو ډالرو مرستې کړي دي.
ښاغلي ترابي وویل چې دغه اداره بشري خدمتونه کوي او له سوداګرو او نړیوالو څخه یې وغوښتل، چې دا برخه دې نه سیاسي کوي. نوموړي همدارنګه د هغو اندېښو په اړه، چې ګواکې دغه مرستې د چارواکو لاسونو ته لوېږي، وویل، دا اوازې دي او ردوو یې.
ملا نورالدین ترابي وړاندې زیاته کړې، که هر څوک د دې ادارې په برخه کې هر ډول اندېښنې لري، نو مونږ سره دې په اړیکه کې شي.
په افغانستان کې د دغه مرسته کوونکې ادارې استازي عبدالسمیع الکوزي بیا وویل، دا څویم ځل دی، چې له افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.

اړوند خبرونه