پر لبنان تر درنو هوایي بریدونو وروسته صهیونست پوځ ویلي، دا ځل به د لبنان په خاوره کې ځمکني عملیات هم پیل کړي.
ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې اوربند وشي.
بل پلو، د اسلامي امارت په ګډون، چین، ترکیې او د نړۍ نورو هېوادونو دا بریدونه غندلي دي.
نظامي شنونکي پر دې باور دي، چې ښایي ددې جګړې لمبې د سیمې نورو هېوادونو ته ورسیږي او سیمه کې نړیوال ناورین پېښ شي.