تسنیم خبري اژانس لبنان کې د خپلو سرچینو په مټ ویلي، چې د صهیونست رژیم د نن شپې برید کې د حزب الله ځواکونو هېڅ لوړ پوړی چارواکی نه دی ترور شوی.
تسنیم زیاتوي، چې د حزب الله مشر حسن نصرالله هم ژوندی دی او هېڅ زیان نه دی ور رسېدلی.
وړاندې داسې ویل شوي و، چې ګوندې د حزب الله مشر حسن نصرالله او د دې ډلې اجراییه مشر سید هاشم صفي الدین په دې برید کې شهید شوي دي.
په ترسره شوي برید کې لا هم د قربانیانو دقیق هویت نه دی په ډاګه شوی.
ویل کیږي، چې دې برید کې هم د تېر په څېر لسګونه کسان په شهادت رسېدلي.
دا په ډاګه شوې، چې دا او ورته بریدونه د حزب الله او نورو مقاومتي او جهادي ډلو مبارزه نه شي کمرنګه کولی.