الماني چارواکو له دې هېواد څخه د ترکي کډوالو اېستلو د لړۍ پيل خبر ورکړی دی.
دې چارواکو ويلي، چې په دې سره به تر ۱۳زره او ۵۰۰ تنه ترکي وګړي له المانه وباسي.
ويلکېږي، چې د المان فدرالي حکومت ياده لړۍ د ترکیې له حکومت سره له څو میاشتنیو خبرو اترو وروسته، پيل کړه. په ورته مهال د المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ياد اقدام دې هېواد ته د غیر قانوني کډوالو د مخنيوي لپاره نوی ګام بللی دی.