حزب الله ډلې په رسمي ډول ومنله، چې مشر حسن نصرالله په بېګني برید کې شهید شوی دی.
تر دې وړاندې د نوموړي د شهادت په تړاو ضد او نقیض راپورونه ورکول شوي وو.
ویل کیږي، چې د حسن نصرالله ترڅنګ د حزب الله ځواکونو څو تنه نور لوړپوړي غړي هم په نښه شوي دي.
د صهیونیست اسراییلو پوځ ادعا کړې وه، چې د لبنان په سوېل کې یې د حسن نصرالله او نورو لوړپوړو قومندانانو د ناستې استوګنځای په نښه کړی دی.حسن نصرالله له تېرو ۳۲ کلونو راهیسې حزبالله ډلې مشري پر غاړه لرله.