ډېر لوستل شوي

د جاپان خپل‌منځي ګوندي ټاکنې؛ د دې هېواد پخوانی دفاع وزير د ليبرال ډيموکراټ ګوند د مشرۍ په سيالۍ کې بريالی شوی

د جاپان مخکېنی دفاع وزیر شیګیرو ایشیبا د لیبرال ډیموکراټ ګوند د مشرۍ په سیالۍ کې بریالی شوی او د دغه هېواد راتلونکی لومړی وزیر به شي.

رویټرز تېره ورځ (جمعه، تلې۶مه) راپور ورکړی، چې دا خپل‌منځي ګوندي ټاکنې د واکمن لیبرال ډیموکراټ ګوند له مشرتابه څخه د فومیو کیشیدا تر استعفا وروسته ترسره شوې دي.

فومیو کیشیدا څو میاشتې مخکې په جاپان کې د لګښتونو د زیاتوالي په تړاو د اندېښنو له کبله د لومړي وزیر په توګه له څوکۍ استعفا کړې وه. شیګیرو ایشیبا به په داسې حال کې د جاپان لومړی وزیر شي، چې دغه هېواد په ختیځه منځنۍ اسیا کې د چین او شمالي کوریا د ګواښوونکو امنیتي فعالیتونو په هکله ډېر اندېښمن دی.

اړوند خبرونه