د عامې روغتیا وزارت سرپرست ننګرهار ته په خپل سفر کې د ختیځ میډیکل کمپلېکس څخه کتنه کړې ده. مولوي نور جلال جلالي په داسې حال کې د دې کمپلېکس ارزونه او کتنه کړې، چې د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ویلي، چې حوزوي روغتون د ختیځو ولسونو ستونزې نه شي هوارولی. د نوموړي په وینا، د ختیځ میډیکل کمپلېکس چارې په لږې سلنه ترسره شوي او تمه ده، پاتې چارې یې ژر بشپړې شي.
د روغتیا وزارت سرپرست ویلي، چې د کمپلېکس جوړېدو موضوع یې څارلې او ژر ده چې پاتې کارونه یې پیل شي.