ډېر لوستل شوي

د صهیونیستانو وحشیانه بریدونه او د ضاحیې ترهېدلي اوسېدونکي؛ تل ابیب د حسن نصرالله او زینب نصرالله د ترور ادعاوې کړي

د بېګاه شپې تر خونړي برید وروسته صهیونیست ځواکونو د لبنان په ضاحیه سیمه کې خپل بریدونه لا پراخ کړي. صهیونیست رژیم ادعا کوي، دوی د حزب الله پټې وسلې، ځواکونه او لوجستیک توکي په نښه کوي، خو حزب الله ویلي، چې په ویشتل شویو ودانیو کې د دوی وسلې او لوړپوړي غړي نشته.

 بل پلو، له سیمې راپورونه وایي، چې صهیونیست ځواکونو د ضاحیې اوسېدونکي ترهولي، ګواښلي او د کورونو د تشېدو امر یې ورته کړی دی. په هغه انځورونو کې چې تازه په رسنیو کې لاس په لاس شوي، د ضاحیې ډېری اوسېدونکي په لارو کوڅو کې تر سترګو کیږي. د اسراییلو دفاع وزارت ویلي، چې د لبنان په سوېلي سیمه(ضاحیه) کې یې د حزب الله عمومي مشر حسن نصرالله په نښه کړی، خو د حزب الله رسنیز دفتر د نوموړي وژل کېدل ردوي. د لبنان روغتیا وزارت وايي، په دغه برید کې ۶ کسان شهیدان شوي او ۹۱ نور ټپيان دي.‌

رویټرز حسن نصرالله ته له نږدې کسانو د نوموړي د ژوند ډاډ ورکړی. د ایران حکومتي خبري اژانس، تسنیم هم ویلي، چې حسن نصرالله خوندي او د حزب الله هېڅ لوړپوړي غړي ته زیان نه دی اوښتی.

بل خوا، د اسراییلو ۱۲ ټلویزیوني شبکې ویلي، چې دې برید کې د حسن نصرالله لور زینب نصرالله ترور شوې. صهیونیستانو په تېره اونۍ کې د بیروت په سوېل کې د حزب الله په واک کې پر (ضاحیه) سیمې څلور لوی بریدونه کړي، چې لږ تر لږه د حزب الله درې لوړپوړي چارواکي یې په نښه کړي دي.

د اسراییلو مشهوري ورځپاڼې (مارېف) ویلي، چې حسن نصرالله نور ژوندی نه دی. د حزب الله د دې لوی مشر په تړاو لا هم په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي. بل لور ته د حزب الله ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د اشغالي فلسطین ځیني سیمې په نښه کړي دي. که څه هم په دې وروستیو کې صهیونیستانو پر حزب الله او نورو مقاومتي او جهادي ډلو بریدونه پراخ کړي؛ خو د دې بریدونو قربانیان ډېری ملکي وګړي دي. صهیونیست ځواکونه نه دې توانیدلي، چې جهادي ډلې له پښو وغورځوي او یا یې مبارزه کمرنګه کړي.

اړوند خبرونه