د اسلامي امارت عاليقدر اميرالمؤمنين شيخالحدیث و القران ملا هبتالله اخندزاده حفظهالله په يو تازه فرمان کې ويلي، چې حکومتي مسوولين دې په مستقيم ډول د ولس ستونزې حل کړي.
د عدليې وزارت وياند حافظ برکت الله رسولي په خپل رسمي اېکس د اسلامي امارت د اميرالمؤمنين د دې درې مادهييز فرمان خبر ورکړی دی.
د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين په دې فرمان کې له وزارتونو، خپلواکو ریاستونو، محکمو، ولایتي او نورو حکومتي ادارو غوښتي، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره اسانتیاوې رامنځته او په مستقیم ډول د خلکو ستونزې حل کړي. د فرمان پر بنسټ، که د ادارې مشر د بوختیاو له امله له مراجعینو سره نشي کتلی، خپل یو استازی دې دغه کار ته وټاکي.