د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین تنانیاهو د ملګرو ملتونو ۷۹مې سرمشریزې ته د وینا پر مهال دوې نقشې ګډونوالو ته وښودې، چې ګوندې دوی او ملاتړي یې غواړي سیمه کې یې تطبیق کړي. که څه هم په ظاهره دا خبره ساده او ښایي ډېرو ته د نهمنلو وي، خو فکر کیږي، چې صهیونیستان او کفري ملاتړي یې د نوې نقشې په لټه کې دي. د دې نقشې په تړاو د سړي ګومان هله په یقین بدلیږي، چې د صهیونیستانو وروستي بریدونو ته پام وکړي. صهیونیست پوځ وړمه ورځ جمعه په ډېرې بې رحمۍ څو ټنه بمونه له الوتکو وغورځول او د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د نورو لوړپوړو چارواکو غونډه یې په نښه کړه. پوځ په خپله اعلامیه کې د نوموړي د مړینې پخلی وکړ او په وینا یې خپل حریف یې د دقیقو استخباراتي مالوماتو په مټ له منځه وړی. نتانیاهو ویلي، چې حسن نصرالله یې موخه و او خپلې موخې ته رسېدلي دي. که څه هم حزب الله تر پرونه د خپل مشر وژنه نه منله، خو بالاخره یې په رسمي توګه د نوموړي مړینه اعلان کړه.
وړاندې مو سیمه کې د نویو بدلونونو په تړاو وویل. صهیونیستانو لبنان کې د حزب الله د دغه مشر پر مړینه بسنه نه ده کړې، بلکې غواړي هغه نقشه پلې کړي، چې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې یې ګډونوالو ته وښوده. پر دې نقشې د (برکت) او (لعنت) نومونه لیکل شوي وو. صهیونیستان غواړي، چې سیمه کې خپلې مخالفې ډلې وځپي او د دوی پر وړاندې خپل پوځي عملیات لا چټک کړي. د نتانیاهو په لاس تشرېح شوې نقشه کې حماس غورځنګ، حزب الله او نورې مقاومتې او جهادي ډلې نشته او غزه هم په بشپړه توګه د اسراییلو په ګورت کې ښکاري. نتانیاهو دا نقشه برکت نومولې. د صهیونیستانو د پوځي عملیاتو ستره موخه په لبنان، عراق، سوریه او یمن کې د هغو ډلو پر وړاندې پرېکنده عملیات دي، چې یهودان د خپل اصلي حریف په توګه پېژني. نتانیاهو دې نقشې ته د (لعنت) نوم ورکړی. دا نقشه په حقیقت کې د اقتصادي دهلیز د جوړېدو، د منځني ختیځ، آسیایي هېوادونو او اروپا تر منځ د اړیکو او سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره یو سټراټیژیک پلان دی. د دې پلان په پلې کولو سره د امریکا او لوېدیځ بله ستره موخه د روسیې او چین د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کول او یا کمرنګه کول دي. که د دې خونړي دیو مخه ونه نیول شي، ښایي سیمه ډېر ژر په خپلو منګولو کې ایساره کړي.