د عامي روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ښو روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار کړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي جلالي د ننګرهار د عامې روغتیا ریيس مولوي امينالله شريف په ملتيا د سيمهييز روغتون له بېلا بېلو څانګو لیدنه کړې.
د مسوولينو په خبره، ښاغلي جلالي په دې ليدنه کې ځايي مسوولينو ته لازمې سپارښتنې او د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو يې ټينګار کړی دی.