د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، چې د پنجشېر برېښنا به په نږدې راتلونکې کې له يو نيم مېګاواټ څخه څلور مېګاواټو ته لوړه شي.
نوموړي دغه څرګندونې په خپل دفتر کې د ياد ولايت له والي حافظ محمد اغا حکيم سره د کتنې په مهال کړې دي.
دې شرکت په خپل اېکس ليکلي، چې نږدې راتلونکې کې به د پنجشېر ولايت حصارک او “حصه اول” سيمو ته د برېښنا شبکه هم وغځول شي.
د يادولو ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه په دې وروستیو کې د هېواد ټولو سیمو ته برېښنا رسونې هڅې ګړندۍ کړي دي.