ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ایران سرحدي مسوولينو ناسته کړې

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د “۲۰۷” الفاروق قول ‌اردو د لسمې سرحدي لوا قوماندان محمد رحيم خادم په مشرۍ يوه پلاوي له ايراني لوري سره ناسته کړې.

دې وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، چې په ناسته کې، د سرحدونو پر ساتنې او د قاچاق پر مخنیوي د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو پر همغږۍ ټینګار شوی دی. د مسوولينو په خبره، په دې ناسته کې د سرحدی نښو د رنګ او ترميم په اړه هم خبرې شوي دي او دواړو لورو د ورته ناستو پر دوام هوکړه کړې ده.

اړوند خبرونه