ډېر لوستل شوي

د چارو اداره: په ننګرهار کې نوې ګومارنې شوې

د چارو ادارې په ننګرهار ښاروالۍ کې د يو شمېرو نویو مسوولينو د ګومارنې خبر ورکړی دی.

دې رياست په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې مولوي نقيب الله طارق د جلال اباد ښاروالۍ د نوي ښاروال په توګه، مولوي محمد اسحاق سعيد د مرستيال ښاروال او مولوي عبدالصمد عمري د مالي او اداري چارو د ریيس په توګه پېژندل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ياد ولايت د يو شمېر مسوولينو په دندو کې ادلون او بدلون راغلی دی.

اړوند خبرونه