د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت د ځانګړو قطعاتو د فتنه ګرې ډلې هغه مهم غړي چې د اسلامي امارت د احکامو او فرامینو د څارنې د عمومي ریاست په کارکوونکو یې برید کړی و. او د روان هجري لمریز کال د وږي په ۱۲مه یې د بامیانو په ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو برید کې ښکېل و، نیولی دی.
ښاغلي مجاهد په خپله اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه برید د تنظیم په تړاو یو تاجیکستانی وګړی هم، چې د انتحاري برید پلان یې درلود نیول شوی او له پټنځای څخه د چاودیدونکو توکو واسکټ، دوه میله وسلې او مهمات هم د ځانګړو قطعاتو مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د څېړنو له مخې، د اسلامي امارت د احکامو او فرامینو د څارنې د عمومي ریاست په کارکوونکو بریدکوونکی د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خوارجو له یوه تعلیمي مرکز څخه افغانستان ته راغلي وو. د خبرپاڼې له مخې، له دغو عملياتو وروسته په کابل او فارياب ولايتونو کې د يو لړ نورو عملياتو په بهيرکې دوه تنه فنته ګر وژل شوي او يو شمير نور هم نيول شوي دي.