ډېر لوستل شوي

۲۲ عرادې پوځي وسايط ګټې اخيستنې ته سپارل شوي

ملي دفاع وزارت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د میدان وردګو ولایت پنځمې پلې لوا د تخنیک امریت پر مټ یې، ۲۲ عرادې پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخيستلو ته سپارلي دي.

په یادو وسایطو کې ۱۹ عرادې رنجر، دوه عرادې هاموي ټانکونه او یوه عراده امبولانس شامل دي.

د يادولو ده، چې تر دې وړاندې هم ملي دفاع وزارت د خپلو تخنيکي ټيمونو پر مټ د تېرې ادارې په وخت کې په سلګونه ويجاړ شوي پوځي وسايط او تجهیزات رغولي او ګټې اخيستلو ته یې چمتو کړي دي.

اړوند خبرونه