د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ۵۲۰۰ متره اوږد استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا ستر دېوال نن(دوشنبه، تلې نهمه) د ۷۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د علماوو شورا رییس مولوي محمد ادریس، د سپین بولدک ولسوال مولوي رحیم الله محمود، ځایي مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ویلي، اسلامي امارت هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي، چې زموږ هېواد پر ځانبسیا کوي. سرپرست وړاندې زیاته کړې: دا پروژه په بیت المال جوړه شوې او پلې شوې ده چې تاسو یې باید ښه ساتنه وکړئ.
دغه استنادي دېوال د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه د سپین بولدک ولسوالۍ په ترکزي، کڅی، سوزاده خیل،قاضیانو او ګلان کلیو کې پلې شوې. ددې استنادي دېوال په مټ د سیند مخه خپل مسیر ته اوښتې او د څو کلیو کرنیزه ځمکه او استوګنیز کورونه به د تل لپاره له سېلابونو خوندي کړي.