ډېر لوستل شوي

هاشم صفی‌الدین د حسن نصرالله ځای ناستی وټاکل شو

د يو شمېر راپورونو له مخې، هاشم صفي‌الدين د لبنان حزب‌الله ډلې مشر ټاکل شوی.

‏العربیه خبری سرچینې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د لبنان د حزب الله ډلې مشر د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته؛ هاشم صفی الدین د دغې ډلې د نوي مشر په توګه غوره کړی دی.

‏ ‏د يادونې وړ ده، چې د لبنان حزب الله ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دې ويلي.

د لبنان د حزب الله پخوانی مشر حسن نصرالله (جمعه، تلې۶مه ) د بیروت په جنوبي سیمه کې د دې ډلې پر مرکز د اسراييلو د هوايي برید له کبله ووژل شو.

اړوند خبرونه