د افغانستان د برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، چې نړويوالې ادارې دې د افغانستان د برېښنا په سکټور کې پانګونه وکړي.
نوموړي د افغانستان د برېښنا انرژۍ د پانګونې د فرصتونو وړاندې کولو په کنفرانس کې وويل: چې « اوس په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې غوره فرصت رامنځته شوی.» ښاغلي عمر همدار راز زياته کړې، چې افغانستان د ۲۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا، ۲۴ زره میګاواټه اوبیزې برېښنا، ۶۷ زره میګاواټه بادي برېښنا له کثافاتو د ۴ زره میګاواټه برېښنا د تولید ترڅنګ د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو څخه د زرګونه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.