ډېر لوستل شوي

ژباړه که د ملتونو تر منځ د راشې درشې پُل

ژباړه نه یوازې له یوې ژبې بلې ته د پوهې او تجربو د لېږد وسیله ده؛ بلکې ژباړه د ملتونو ترمنځ په پېژندګلوي، راشې درشې او نښلون کې ستره ونډه لري. همدارنګه ژباړه د یوې ژبې په بډاینې او له نورو ملتونو د تجربو په لېږد کې ستر رول لري. انسانان بېلابېل لیدلوري، ځانګړې تجربې، عواطف، احساسات او خپل نوښتونه لري؛ که چېرې د ژباړې هنر نه وای، موږ به د نورو انسانانو له پوهنو، هنرونو، افکارو او تجربو بې برخې وای. همدا ژباړه ده، چې موږ له نااشنا ملتونو سره اشنا کوي، د همدې ژباړې په برکت بېلابېلې پرګنې له یوه بله زده کړې کوي.
ژباړه د عربي او دري ژبو د «ترجمې» او د انګریزي د «Translation» بدیله کلمه ده، چې له دوو کلمو(ژباړه) او (اړولو) څخه اخیستل شوې ده. که په لنډو ټکو کې ووایو: ژباړه یعنې له لومړۍ ژبې موخنې(دویمې) ژبې ته د متن او مطلب اړولو ته ویل کیږي. اقتصاد، سیاست، نظامي ځواک، دیني نفوذ او ژباړه هغه لومړني فکټورونه دي، چې د یوې ژبې پر بډاینې سیده اغېزې لري.
نړۍ کې د سپټمبر دېرشمه(تلې نهمه) د ژباړې نړیوالې ورځې ته ځانګړې شوې ده. سږ ۲۰۲۴ کال نړۍ کې د ژباړې دا ورځ د (( ژباړه؛ د خوندیتابه وړ هنر)) تر شعار لاندې ونمانځل شوه. د سپټمبر دېرشمه د ژباړونکو د کارونو او هڅو د ستاینې په موخه د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې نمانځل کیږي. د نړۍ هېوادونه او نړیوال بنسټونه د ملتونو په پېژندنه، د بشري حقونو په ودې او پرلپسې انساني پرمختګونو کې د ژباړونکو له اغېز سترګې نه پټې وي او درناوی یې کوي.

پښتو او د ژباړې ننګونې

پښتو ژبې په وروستیو لسیزو کې خورا لوی پرمختګ وکړ. په شلمه پېړۍ کې همدا ژبه د راډیو، ټلویزیون، کمپیوټر، ډرامې او ناول ژبه شوه. تېرو دوو لسیزو کې پښتو څېړونکو او ژباړونکو د پښتو د بډاینې په پار ګڼې هڅې وکړې، چې په مټ یې پښتو د ګوګل ژباړونکي او نورو برېښنایي ماشینونو برخه شوه. که څه هم پښتو ته په تېرو دوو لسیزو کې بې شمېره اثار راوژباړل شول؛ خو دغو ژباړو ګڼې ننګونې هم له ځان سره درلودې او حتی د ژبې د مصنوعي کېدو او له طبیعوالي د لري کېدو سبب یې هم شوه.
مسلکي نه‌زده کړه، د امکاناتو نشتون، حکومتي نه‌ملاتړ، له ژباړې سره د ساینس، فلسفې او ټکنالوژۍ متخصصینو نه بلدتیا، د لومړنۍ ژبې پر ځای له دویمو او درېیمو ژبو ژباړه، پر مورنۍ او لومړنۍ ژبو نه لاسبری او نورې هغه ستونزې دي چې پښتو اوسمهال ورسره مخ ده. حتی موږ په تېرو دوو لسیزو کې د ژباړې لپاره یو واحد مرکز هم جوړ نه کړ او نه هم حکومت د ژبڅېړونکو او ژباړونکو ملاتړ وکړ. که د ژباړونکو پراخ ملاتړ وشي، دې برخه کې تخصصي زده کړې عامې شي؛ نو لرې نه ده، چې خپله مورنۍ ژبه به مو د ګاونډیو او نړیوالو سیاله کړي وي.

اړوند خبرونه